Back to stories list

انانسي او عقل Anansi and Wisdom

Written by Ghanaian folktale

Illustrated by Wiehan de Jager

Translated by Zahidullah Abid

Language Pashto

Level Level 3

Narrate full story The audio for this story is currently not available.


په پخوا زمانو کې خلک په هېڅ هم نه پوهېدل. د نباتاتو د کښت کولو لارې چارې نه ورتلې، د ټوکراوبدلو هنر يې هم زده نه و، حتى په دې هم نه پوهېدل چې له اوسپنې څخه څه ډول وسايل جوړ کړي. نیام خدای چې په آسمانونو کې و او د نړۍ په اړه یې ډېره پوهه لرله، خو هغه خپل عقل او پوهه په يو خټين لوښي کې خوندي کړې وه.

Long long ago people didn’t know anything. They didn’t know how to plant crops, or how to weave cloth, or how to make iron tools. The god Nyame up in the sky had all the wisdom of the world. He kept it safe in a clay pot.


یوه ورځ، نیام پرېکړه وکړه او خپل خټين لوښى یې انانسي ته ورکړ. هر ځلې چې انانسي خټين لوښي ته کتل ډېر نوي شيان یې ترې زده کول. دا چاره ورته ډېره په زړه پورې وه!

One day, Nyame decided that he would give the pot of wisdom to Anansi. Every time Anansi looked in the clay pot, he learned something new. It was so exciting!


خو هغه حريص و او له ځان سره یې دا وپتيله، چې همدا خټين لوښى د لوړې ونې په سر کې پټ خوندي کړي چې دا ټول عقل د ده شي. هغه اوږد پړى راواخېسته او خټين لوښى يې د خپلې خېټې پورې وتړه. او ونې ته یې په ختلو پیل وکړ. خو ختل ورته ستونزمن و، ځکه چې د پورته کېدو پر مهال یې لوښی د زنګنو سره لګېده.

Greedy Anansi thought, “I’ll keep the pot safe at the top of a tall tree. Then I can have it all to myself!” He spun a long thread, wound it round the clay pot, and tied it to his stomach. He began to climb the tree. But it was hard climbing the tree with the pot bumping him in the knees all the time.


په دې وخت کې د انانسي کشر زوی چې د ونې لاندې ولاړ ؤ اوخپل پلار ته یې کتل، ورته يې وويل: “که دا لوښی په خپل شا پورې وتړې ایا کار به دې آسانه نه شي؟” نو بيا انانسي هم د عقل څخه ډک خټين لوښى په شا پورې وتړلو او بيخي ورته آسانه شوه.

All the time Anansi’s young son had been standing at the bottom of the tree watching. He said, “Wouldn’t it be easier to climb if you tied the pot to your back instead?” Anansi tried tying the clay pot full of wisdom to his back, and it really was a lot easier.


په ډېره آسانۍ سره هغه د ونې سر ته وخوت، بيا نو له ځان سره یې فکر وکړ: “زه باید تر ټولو عقل مند واوسم خو دلته زما زوی تر ما ډېر هوښیار و!” انانسي په دې خبره دومره غوسه شو چې د عقل څخه ډک خټين لوښی یې له ونې څخه راګوزار کړ.

In no time he reached the top of the tree. But then he stopped and thought, “I’m supposed to be the one with all the wisdom, and here my son was cleverer than me!” Anansi was so angry about this that he threw the clay pot down out of the tree.


لوښی پر ځمکې ټوټه ټوټه شو. او عقل هر چا ته وړیا ورسېده. نو همدا و چې خلکو کرنه، د ټوکرو اوبدنه، د اوسپنې څخه ګټه اخيستنه او نور ټول هغه څه زده کړل چې اوس خلک يې ترسره کولى شي.

It smashed into pieces on the ground. The wisdom was free for everyone to share. And that is how people learned to farm, to weave cloth, to make iron tools, and all the other things that people know how to do.


Written by: Ghanaian folktale
Illustrated by: Wiehan de Jager
Translated by: Zahidullah Abid
Language: Pashto
Level: Level 3
Source: Anansi and Wisdom from African Storybook
Creative Commons License
This work is licensed under a Creative Commons Attribution 3.0 International License.
Options
Back to stories list Download PDF